غور کې داعش ترهګرې ډلې طالبانو سره بیعت کړۍ

comments 0

0 Views

هندوکش – غور: د غور ولایتي شورا یو غړي وویل چې داعش ترهګړه ډله غواړې غور ناامنه کړي نو همدې له امله طالبانو سره یې بیعت کړې.
ځیني امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو وویل : داعش ډلې تیره ورځ د مرغاب رغسکن سیمه کې طالبانو سره له خبرو اترو وروسته بیعت کړې دې.
د غور د ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان وویل: دغه خبرې اترې د طالبانو قوماندان شخ الندا، ملا احمد شاه او دداعش ډلې قوماندان شاه ولې ترمنځ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: دغه بیعت تر هغې وروسته ترسره شو چې ډاعش ترهګړې ډلې د غور ځینۍ سیمې چې تر ولکې لاندې وې پریښودې.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا بل غړۍ (عبدالحمید ناطقی) په دې باور دې چې داعش ترهګره ډله غواړې له طالبانو ګټه پورته کړي نو له همدې امله دوې سره بیعت کوي.
ویل کیږې دطالب وسله والې ډلې ځینې قوماندانان له دې امله چې داعش سره د بیعت خلاف وو نورو ولایتونو ته تللي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *