غور ولایت کې د طالبانو خښ شوي ماین د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: غور کې د هغې کورنۍ موټر د وسلوالو طالبانو پر ځاي پر ځای شوي ماین برابر شوی چې یوه امېدواره مېرمن یې د زیږون لپاره روغتون ته لېږدوله.
امنیه قومندان وحیدالله نظامي وایي، په چاودنه کې چې پرون غرمه مهال د فېروز کوه ښار لویدیځ کې وشوه، د امېدوارې مېرمنې په ګډون ۶ تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.
نظامي وایي، دغه ماین د وسلوالو طالبانو له خوا خښ شوی و، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په غور کې د بشري حقونو ولایتي کمېسیون دوه ورځې وړاندې وویل چې د روان لمریز کال له پيله تراوسه دغلته ۸۸ ملکیان وژل شوي او ۸۱ ټپیان دي چې د ډېرو مرګ ژوبلو لاملونه د ماینونو چاودنې وې.
بل لورته د پکتیا چارواکي وایي، د څمکنیو ولسوالۍ شهرنو بازار کې چاودنې درې ملکیان ټپیان کړل.
د څکمنیو ولسوال عبدالرحمان زرمتي وویل: “یوه چاودنه وشوه، موټر سایکل بم و چې د پنچرمیني دوکان مخې ته درول شوی و، دغلته کوم پوځي موټر هم نه و، پر ملکیانو چاودنه وشوه، درې تنه ټپیان شول چې یو شدید او دوه سطحي دي”
د دواړو پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments