غور: وسله والو طالبانو مېرمنې او خاوند ته د دویم ځل لپاره نکاح تړلې ده

comments 0

3 Views

هندوکش ــ غور: وسله والو طالبانو د غور په زرتلي سیمه کې یو سړی د دوی په جګړه د اعتراض په جرم لومړی په دورو وهلی بیا یې له مېرمنې سره نکاح ورتازه کړېده.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري وايي، دا پېښه د فېروز کوه ته نږدې د زرتلي په سیمه کې شوې ده چې یو ځايي کس له افغان ځواکونو سره د طالبانو جګړه ناروا بللې وه.
نوموړی وايي، دغه کس په یو مجلس کې ویلي وو، د طالبانو لخوا د ملکیانو وژل او له افغان ځواکونو سره جګړه حرامه ده چې دا خبره د طالبانو یو جاسوس خپلو مشرانو ته رسولې او دا کس یې په عام محضر کې نه یوازې په درو وهلی بلکې له مېرمنې سره یې نکاح هم بیا ورتړلې ده.
دا لومړی ځل ندی چې وسله وال طالبان د ملکي کسانو دغه ډول ځورونه کوي، بلکې لدې مخکې یې هم د سحرایې محکمو په جوړولو خلک وژلي او وهلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments