غور لپاره د طالبانو مالي مسوول ووژل شو

comments 0

61 Views

هندوکش – غور: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، تیره ورځ غرمه مهال د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په کورک سیمه کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په لړ کې یې د د ترهګرو طالبانو مالي مسوول اختر محمد وژلی دی.
اختر محمد په غور کې په بېلابېلو ترهګریزو او تخریبي کړنو کې لاس درلود.
همداراز څه موده دمخه پدې سیمه کې ترهګرو طالبانو یو امنیتي ځواک تښتولی و، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال راخوشي کړی شو.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments