غور: د وسله والو طالبانو یو مهم نظامي مسؤل مولوي یوسف له خپلو لسو ملګرو سره یو ځای وژل شوی

comments 0

40 Views

هندوکش ــ غور: افغان ځواکونو تېره شپه د غور ولایت په فېروز کوه کې د طالبانو مشهور قومندان مولوي یوسف له لسو نورو وسله والو سره وژلی دی.
د غور چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د فیروز کوه په سیمه کې پر دولتي پوستو جګړه پیل کړه، خو وروسته افغان ځواکونو ته هوايي مرسته ور رسېدلې چې په ترڅ کې یې د طالبانو قومندان مولوي یوسف له لسو وسله والو سره وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، مولوي یوسف د غور په شمال کې د طالبانو ټولې نظامي چارې رهبري کولې.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments