غور او پکتیا کې د دوو خونړیو چاودنو څخه مخنیوی شوی

comments 0

3373 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په حسن کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو ډک د ګازو څلور بالونونه او پینځه کړۍ د ټانګ ضد ماینونه چې په یو عراده لنډ کروزر ډوله موټر کې د ترورېستي پېښې په موخه ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه شوي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی، چې اوسمهال د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.
بلخوا د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرو یو کړۍ ځای پر ځای شوی د وسایطو ضد ماین هم د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوی دی.
د یادو ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments