غورکې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۲تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

comments 0

24 Views

هندوکش ــ غور: د غور والي ویاند عارف عابر وایي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز فیروز کوه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۲ماشومانو خپل له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وایي، چې په یاده چاودنه کې وژل شوي ماشومانو د۱۰ او ۱۲ کالو عمرونه درلودل.
نوموړی وایي، چې تراوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې د یادې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دیادونې وړ ده، چې غور ولایت د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې په تیرو دریو لسیزو جګړو کې ماینونه او ناچاوده توکي په کې همداسې پاتې او د یادو سیمو د پاکولو لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی شوی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments