غورولایت کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې له ۲۰۰ څخه زیات طالبان تسلیم شوي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ غور: دغور ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په غور ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې له ۲۰۰ څخه زیات وسلوال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
چارواکي وايي،چې افغان ځواکونو دغورولایت په مختلفو ولسوالیو کې ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړل،چې په پای کې سلګونو طالب وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم او له جګړې یې لاس واخیست .
دغوروالي ویاندعبدالحي خطیبي وايي، چې تسلیم شوې وسلوالې ډلې له بیلا بیلا ولسوالیو څخه افغان ځواکونو ته ځانونه او وسلې سپارلي دي،نوموړي وايي،چې یادې تسلیم شوې ډلې ژمنه کړې، چې نور به دافغان وژنې پرځاي دخپل هېواد او خاورې لپاره خدمت ترسره کوو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments