غواړۍ ځوان پاتې شې نو!؟

comments 0

0 Views

نوې څېړنې ښیي، که غواړۍ سالم مغز ولرئ نو مېوې او سبزي وخورئ؛ يا په بل عبارت څومره چې له مېوو او سبزیو ګټه اخلئ په هماغه اندازه به مو مغز هم سالم وي.
څېړنې په ګوته کوي، هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې پنځه وخته مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري.
د انګلستان د څېړونکې ډلې مشر ډاکټر سیوريو سټرينجیس (Saverio Stranges) وایي، هغه کسان چې پر سګرټو روږدي دي، که غواړي له دغه شره ځان خلاص کړي، نو مېوه یې یوازېنۍ حل لاره ده.
دغه څېړنه په انګلستان کې په ۱۴۰۰۰ کسانو باندې د ۱۴ کلونو په اوږدو کې ترسره شوې ده، چې ۲۴ سلنه یې ښځې او پاتې نور یې نارینه وو.
څېړنې ښودلې ده، هغو کسانو چې په کافي اندازه یې مېوه او سبزي خوړلي وه، د نورو په پرتله پیاوړي، روغ، ځوان او خوښ ښکارېدل.
برعکس هغو کسان چې مېوه او سبزي یې کمه کاروله، له وخت مخکې یې مخ ګونځې کړې وې او زاړه ښکارېدل.

Share this page to Telegram

Comments