غني: په پيسو ګمارل شوي کسان غلا کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغوی چې په پیسو ګمارل شوي غلا یې کړې او چې د اړیکو له مخې راغلي سنګر یې پریښی دی.
ولسمشر غني په افغان پولیسو باور وښود چې دندو ته ژمن دي، خو اعتراف یې وکړ چې د امنیتي سکتور په جوړښت کې ستونزې شته.
ولسمشر چې نن یې د پولیسو ملي اکاډمۍ لسمې دورې فارغانو ته وینا کوله وویل، د پولیسو ګمارنې باید د پولیسو د ذاتیه قوانینو له مخې وشي.
ښاغلي غني د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې کورنیو چارو وزارت کې د ګمارنو لپاره دې لاسوهنې نه کوي او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول وکیلان به رسنیو ته افشا شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *