غني: په ټاکنو کې د لاسوهنو اجازه نشته

comments 0

45 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هیڅوک ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تیر ماښام یې ارګ کې د ټاکنو د چمتووالي په اړه ناستې ته خبرې کولې په ټینګار وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپله خپلواکي وساتي او حکومت په ټاکلې موده کې د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ټاکلې موده کې تر سره شي.
صیاد وویل، په راتلونکو ورځو کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال ویش او چمتووالي اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments