غني طالبانو ته: با عزته سولې ته د رسېدو لپاره د طالبان اوربند وکړي

comments 0

110 Views

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمېدو په هدف یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو څخه غوښتي چې اوربند وکړي.
تېره ورځ سپټمبر۱۹(وږې۲۹) له ارګ څخه د پکتیا د ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د ترور د خواشینۍ په اړه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي غني پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني.
په اعلامیه کې ویل شوي: “جمهور رئیس د هیوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.”
ولسمشر غني پر داسې مهال بیا پر وسلوالو طالبانو د اوربند غږ کړی چې تیره اونۍ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د اوربند مسئله هم د یادو ټېمونو له مهمو بحثونو څخه ده.
تر دا مهاله د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او طالبانو ترمنځ درې ځله دواړو لورو د لنډ مهال لپاره اوربند کړی دی.
دا په داسې حال ده چې د افغان چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د سولې خبرو پیلېدو سره هم مهاله په هیواد کې جګړو زور اخیستی دی.
بلخوا تیره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړ چې یو شمېر افراطي ډلې پلان لري په افغانستان کې یو شمېر بریدونه وکړي.
یاد سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې پر یو شمېر ښځینه حکومتي ‌کارکوونکو، ولسي خلکو، په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو خطر زیات دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments