غني: د سیمې د ثبات لپاره دې تګلارو کې بدلون راشي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: ولسمشر د چین په غونډه کې غوښتنه کړې چې د سیمي د ستونزو د حل لپاره سیمه ییزې ستراتيژۍ بدلون ته اړتیا ده.
ولسمشر غني چې د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ته وینا کوله وویل، دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په نړۍ کې بې باوري او ویجاړوونکي فضا حاکمه ده.
ولسمشر غني وویل چې افغانان د جګړې بیه پرې کوي او هوډ لري چې جګړې ته سیاسي حل لارې پیدا کړي.
غني ټینګار وکړ چې اړتیا ده هېوادونه د افغانستان په تړاو خپله ستراتيژي بدل کړي څو په سیمه کې بدلون راشي.
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې به په خپل وخت ترسره کړي.
له دې سره د چین ولسمشر، شي ژینګ پین د سولې په برخه کې د افغان حکومت پرمختګونه وستایل او د سولې په برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړ.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments