غني د حسن نيت په خاطر د پاکستاني بنديانو د خلاصون فرمان صادر کړ

comments 0

221 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پاکستاني بندیانو ازادلو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده.
یو سند چې د ولسمشر غني لخوا د ښه نیت له مخې پکې د پاکستاني بندیانو ازادلو حکم کړي تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
ښاغلي محمد صادق خان د یاد سند تر خپرېدو وروسته تېره شپه د نومبر۲۳(لېندۍ دریمه) پر خپل ټویټر لیکلي، چې هیواد یې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو پیاوړتیا په هدف د پاکستاني اتباعو ازادلو د حکم په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کوي.
هغه په دې برخه کې د پاکستان لپاره د ولسمشر غني له ځانګړي استازي عمر داودزي څخه هم مننه کړې ده.
پاکستان د ولسمشر اشرف غني د حکم او ښه نیت چې پر اساس به یې په افغانستان کې بند پاکستانی اتباع خوشې شي مننه کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د پاکستاني بندیانو ازادولو په اړه ټولنیزو رسنیو ته د راوتلي سند په اړه تبصره نه ده کړې.
تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغانستان په زندانونو کې څومره پاکستاني اتباع بندیان دي، او په دغه حکم کې هم د خوشي کېدونکو پاکستاني بندیانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
په خپور شوي سند کې د د یو شمېر پاکستاني بندیانو د مجازاتو او نقدي جریمې بخښلو فرمان ورکړل شوی دی.
د یاد فرمان په لومړۍ ماده کې ویل شوي: “د پاکستان اسلامي جمهوریت هغه یو شمېر بندیان چې د بند مودې یوازې یوه میاشت یې پاتې وي، هغه پاتې یوه میاشت دې وبخښل شي.”
دوهمه ماده: “د پاکستان اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، خو د نقدي جریمې نه ادا کولو له امله په بند کې پاتې دي، نقدي جریمه دې وبخښل شي.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان تېره اونۍ کابل ته د عمران د سفر پرمهال د همکاریو نوی سند لاسلیک کړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments