غني خېلو کې درې تنه ځانګړو ځواکونو نیولي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې درې شکمن کسان له یو میل وسلې سره یو ځای ونیول شول .
ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۹ ویالې مربوطاتو کې د ځانګړو کورنیو ځواکونو له لورې تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې درې تنه شکمن کسان د یو میل کلاشینکوف سره یو ځای ژوندي نیولي دي.
همدا راز ګډو کورنیو ځواکونو سره د رود ولسوالۍ په توخي کمپ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف د دوی لاسته ورغلې ده.
همدا راز د ملي امنیت منسوبنیو د خوږیاڼو ولسوالۍ په ملانور کلي کې د ترویستانو له لورې د سړک پر غاړی ځآی پر ځآی شوی ماین کشف او له زیان پرته یې لمنځه وړی.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply