غني: افغاني صادرات د ایران بازار ته ورسیږي

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل:هېواد ولسمشر محمداشرف غني وایي، د هېواد صادرات باید د ایران بازارونو ته ورسېږي.
ارګ د (چهارشنبه، د لړم ۷) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ولسمشر دا خبرې په ارګ کې په یوه ناسته کې کړې.
د ولسمشر په وینا، د ایران او افغانستان تر منځ سوداګري باید انډول وساتي او د افغانستان صادرات باید د ایران بازارونو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې خواف ــ هرات اوسپنیزه لیکه تېره ورځ پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې اوس د ایران او افغانستان تر منځ صادرات هر کال درې میلیارده امریکایي ډالرو ته رسي.
عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments