غلام خان بندر خلاص شو

comments 0

113 Views

هندوکش – پاکستان: له دریو کلونو وروسته پاکستان له افغانستان سره د غلام خان لاره خلاصه کړه.
پاکستاني رسنیو د شمالي وزیرستان د چارواکو له قوله لیکلي چې د غلام خان دروازه د سوداګریزو پرمختګونو لپاره تیره ورځ پرانیستل شوې ده او د سوداګرو لپاره به اسانتیاوې رامنځته کړي.
په ورته وخت کې سوداګرو د دغه لارې له پرانیستې هرکلی کړی او د کرښې دواړو خواوو لپاره یې مهمه بللې ده.
د غلام خان لاره دری کاله مخکې د پوځي عملیاتو په پلمه تړل شوې وه.
د دې بندر په تړل کیدو سره افغان لوري ته هیڅ ډول ستونزه نه وه پيدا، ځکه افغانستان اوس بدیلي لارې پيدا کړي او له پاکستان سره د بندرو په تړلو ستونزه نه رامنځ ته کیږي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply