غزنې ولایت کې دطالبانو یومهم مرکز ویجاړشوي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ غزني: د افغان ځانګړو ځواکونودغزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې دطالب وسلوالو یومهم مرکز له منځه وړل شوي دی.
دغزنی ولایت ځایی چارواکي وایي،چې د۷۰۳ ځانګړو ځواکونو قطعې تیره شپه دګیرو ولسوالي په شیخو کلي دهوايي ځواکونوپه ملاتړ عملیات ترسره کړي،چې په پایله کې دطالبانو دوسلو اومهماتو یوه زیرمه له منځه تللې ده.
چارواکي وايي،په یادو عملیاتو کې یوهاموي ټانګ چې تیره کال پرغزني دبرید په مهال طالبانو له ځان سره بیولې وو له منځه وړی او له دوی څخه یوه عراده رینجر چې تیرکال طالبانو له ځان سره وړه وه، بیرته دافغان ځواکونو لاسته ورغلي ده.
دوي زیاتوي، په یاده عملیاتو کې افغان ځواکونو اوملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments