غزني کې ۵ طالبان وژل شوي او ټپيان شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني : له غزني څخه راپورونه وایي چې پنځه وسله وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د غزني والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اندړو ولسوالۍ د کوک او دلیل سیمو کې نښته شوې چې پایله کې یې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې راغلي، په یاده نښته کې ۴ عرادې موڼرسایکل هم له منځه تللي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې نښته کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply