غزني کې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

6 Views

هندوکش – غزني: تیره شپه دغزني ولایت په ده یک او اب بند ولسوالیو کې دافغان ځانګړوځواکونو په عملیاتو کې ۳طالبان وژل شوي دي.
دغزنې ولایت چارواکي وايي،چې یاد عملیات چې دافغان ځواکونو له خوا رهبري کیدل او دغوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو له لوري یې هوایي ملاتړ کیده، دوي زیاتوي،چې لمړي برید او عملیات یې د ده یک ولسوالۍ اړوند سیمه کې ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲ طالبان وژل شوي دي،دوهم عملیات يې دهوايي ځواکونو په ملاتړ په اب بند ولسوالۍ کې ترسره کړي،چې په ترڅ کې یې ۱ طالب وژلي دي.
چارواکي وايی، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښت.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments