غزني کې پر طالبانو بریدونه شوي

comments 0

6 Views

هندوکش – غزني: په غزني کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۱ طالبان وژل شوي.
د غزني ولایت مسؤلینو ویلي، په اندړو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
هوایي بریدونه د وسله والو مخالفینو د راټولیدو په دوو ناستو شوي دي.
د غزني مسؤلینو په خبره، طالبانو غوښتل چې پر اندړو ولسوالۍ د برید لپاره پلان جوړ کړي، خو د امنیتي ځواکونو د کشفي مالوماتو له مخې د بهرنیو ځواکونو لخوا پرې هوايي بریدونه ترسره شول.
د بهرنیو ځواکونو په دې هوايي بريدونو کې د طالبانو ۲۱ میله سپکې او درنې وسلې او ۸ عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments