غزني کې وسلې ترلاسه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: غزني کې د وسله والو طالبانو اړوند د وسلو یوه زیرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوری وایي، د ګډو امنیتي ځواکونو ملي پولیسو او ملي امنیت تېره ورځ مرکز ته څیرمه د علي لالا سیمه کې له یوه هستوګنیز کور څخه د وسلو یوه زیرمه کشف او پکي یې ګڼ شمیر وسلي او پوځي مهمات ترلاسه کړل.
د وسلو دغه زیرمه د محمد عثمان په نامه د یوه کس کور کې کشف او ترلاسه شوي، چې پکي نهه میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تمانچي، یو میل بم افګن او یوه اندازه مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادو وسلو په تړاو یو مشکوک کس هم نیول شوی دی.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments