غزني کې نوماندانو نوملیکنه نه ده کړې

comments 0

25 Views

هندوکش – غزني: غزني کې د حوزوي ټاکنو غوښتونکي د نوماندانو نوم لیکنې ته اجازه نه ورکوي او تر اوسه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره نوم لیکنه نه ده شوي.
له دوه میاشتو زیات وشو چې د غزني د ځینو ولسوالیو اوسیدونکو د غزني ولایت د ټاکنو کمېسیون دفتر تړلی او د هیڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکوي.
د غزني اوسېدونکي وايي، تر هغې چې حکومت د غزني ټاکنې حوزوي نه کړي، د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه نه ورکوي.
د ستونزې د حل لپاره غزني ته د ټاکنو کمېسیون پلاوي لیږلی، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، د غزني ولایت کې د حوزوي ټاکنو په تړاو یې یو ځل بیا ارګ ته وړاندیز کړی دی چې غور پرې وکړي.
له دې سره د ارګ یوې ویاندې درانۍ وزیري ویلي چې ارګ ته تراوسه په دې اړه کومه طرحه نه ده راغلې او راتلونکي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په ولایتي حوزو کیږي او هیڅ ولایت په حوزو نه ویشل کیږي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments