غزني کې ناقانونه درملتونونه وتړل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: غزني ښار کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ۱۵ روغتیایي مرکزونه، درملتونونه، معاینه خانې او لابراتوارونه تړل شوي دي چې قانوني جواز یې نه درلود.
د غزني د عامې روغتیا ریاست وايي، دوی په دې برخه کې له پخوا جدي و، خو د ځینو بانفوذه کسانو لاسوهنې د دې لامل شوې وې چې ناقانونه فعالیتونه وشي.
د روغتیا ریاست وایي، د دوی د څار یوه ډله د غزني په ښار او اړونده سیمو کې ګرځي چې ټول هغه روغتیایي مرکزونه او درملتونونه وتړي، کومې چې قانوني جواز و نه لري.
د غزني د روغتیا ریاست خبرداری ورکړی چې هغه مرکزونه به هم وتړي چې په معیار برابر نه وي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *