غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو له طالبانو سره نښته کړې چې په پایله کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیرخوا وايي، تېره ورځ ناوخته یوه ډله طالبانو د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ځوابیه برید کې طالبان په شا شول او مرګ ژوبله ور واوښته.
د خیرخوا د مالوماتو له مخې په نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
ولسوال ډاډ څرګند کړی چې په ګیرو کې افغان ځواکونه بیداره دي او د طالبانو هر برید یې په شاتمبولی او مات کړي یې دي.
عبدالله اڅکزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *