غزني کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: د غزني ولایت مقام وايي، افغان ځواکونو په بیلا بېلو سیمو کې طالبانو سره د مخامخ نښتو او هوايي بریدونو پایله کې درې دیرش طالبان وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، طالبانو ته مرګ ژوبله اندړو، خواجه عمرو او خوګیاڼو ولسوالیو کې اوښتې ده.
نوري وايي، په دغو نښتو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان سید منیر هم له خپلو دریو ساتونکو سره د طالبانو برید کې وژل شوی دی.
نوموړي دا هم ومنله چې د اندړو ولسوالۍ چهاردیوال سیمه کې یې طالبانو سره نښتو ې دوه سرتیري ټپیان شوي دي.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments