غزني کې شپيته پاکستانۍ ملیشې وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو تر عملیاتو وروسته ځایې خلک وایې چې مړو سره شته اسنادونه په داګه کوې چې ډیرې یې پاکستاني ملیشه دي.
د ځانګړو ځواکونو د قطعاتو مسولینو وايي چې په راټولو شویو مړو او د دوی په جیبونو کې د شته اسنادو او معایناتو پر بنسټ شپيته پاکستانۍ مليشې هم وژل شوي دي.
د سيمې خلکو په وینا:« د ځانګړو ځواکونو له راتګ سره سم د طالبانو لیکې ماتې شوې د سيمې بلد طالبان هر لوري ته په منډو شول خو راغلي نابلده پاکستانيان هر لوري ته غورځيدل له همدې امله خو ډيری يي له هوا په نښه شول او و وژل شول او ځينې نور بیا نابلدې جغرافيي د مرګ خولې ته برابر کړل.»
دوی وايي:« په سیمه کې ماشومان ډاريږي موږ نور له افغان ځواکونو غواړو چې عملیات ودروي او اول باید په سیمه کې د دښمن پاتې شوي مړي او جسدونه راټول کړي.»
د سیمې د خلکو څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې وړاند هم کندز، ننګرهار، هلمند، کنر او تخار کې د پاکستاني ملیشوو مړي د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو پر مهال موندل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply