غزني کې د ۲طالب سرګروپانو په ګډون ۹ وسلوال وژل شوي دي

comments 0

165 Views

هندوکش- غزنی: دملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ ناوخته دغزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ ده دولت سیمه کې دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې دافغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د ۲طالب سرګروپانو په ګډون ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې دغزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې دافغان ځواکونو له لوري وژل شوي طالب سرګروپانو په دې ولسوالۍ کې په چاودنو،وژنو او دافغان ځواکونو په پوستو باندې په بریدونو کې لاس درلود.
دوی وایي، چې په غزني ولایت کې افغان ځواکونو دطالبانو او هیڅ یوې وسلوالې او ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي،چې دخلکو امنیت وګواښي.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments