غزني کې د چاڼېزو عملیاتو پر مهال ۹ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

4 Views

هندوکش ـ غزني: د غزني ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د چاڼېزو عملیاتو پر مهال ۶ وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور بیا ټپیان شوي دي.
غزني مطبوعاتي دفتر وايي، د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ اړوند په شان کلا سيمه کي نن سهار وختي د ملي پوليسو، سيمه ايزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو په ګډه تر سره شوي عملیاتو کې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپیان شوي دي.
او ګڼ شمېر سله ګانې، ۴ عرادې موټرسایکلونو او پېنځه د مړو جسدونه د جګړې په ځای کې پاتې شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments