غزني کې د پاکستاني پوځ متقاعد جنرال محمد وسیم وژل شوی

comments 0

4 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د قرباغ پر ولسوالۍ برید وکړو، چې د افغان ځواکونو د غبرګون په نتېجه کې د دغه ډلې برید په شاه تمبول شوی او ګڼ طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سرچینه وايي چې د افغان ځواکونو له لوري په دغه جګړه کې یو پاکستانی متقاعد جنرال محمد وسیم چې مستعار نوم یې همجد دی هم وژل شوی دی.
دا لومړۍ ځل ندی چې پاکستاني پوځیان د طالبانو پر نیابت د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او وژل کیږي، د هلمند په ولایت د وسله والو طالبانو د وروستیو بریدونو په پایله کې څه باندې دوه نیم سوه پاکستاني اتباع وژل شوي و، چې ګڼ پاکستاني پوځیان پکې شامل و.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments