غزني کې د طالب وسله والې ډلې برید په شا تمبول شوی دی

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د شنبې شپې په یوه برید کې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې ترسره شوی وو د طالب وسله والې ډلې څه کم څلویښتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د امنیې قوماندانې ویاند ابراهیم امیری ویلي: طالب وسله والې ډلې د قره باغ پر دشت سیمې حمله کړې وه چې د امنیتي ځواکونو کمکي تیم رسیدو سره سم له سیمې تښتیدلي دي.
د نوموړي په وینا: طالب وسله وال چې سلو تنو ته رسیدل غوښتل يې د قره باغ ځینې ولسوالۍ تر ولکې لاندې رواړي چې د امنیتي ځواکونو غبرګون سره مخ شول او وتښتیدل.
امیری زیاته کړه: یاده نښته کې د سیمه ییزو پولیسو ۵ تنه شهیدان او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د هوایي برید له امله د طالب وسله والې دلې یوه ځیرمه چې ماین او انفجاري مواد یې پکې ځاې پر ځاې کړي وو له منځه تللې ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *