غزني کې د طالبانو هاوان ماشوم وژلې دې

comments 0

3 Views

هندوکش – غزني: د غزني ولایت رسنیز دفتر وایي چې، تېره ورځ د هاوان چاودنې له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او اووه نور يې ټپيان كړي دي.
د ده په وينا، د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين د ملکي کسانو پر يوه موټر چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه ملكي وګړي ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دمه څه نه دي ویل
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments