غزني کې د طالبانو بریدونه شنډ شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د غزني مسوولین وایي چې ددغه ولایت پر یو شمېر سیمو یي د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي.
تېره شپه طالبانو د ښار پر نږدې سیمو بریدونه کړي چې د غزني والي ویاند یي ناکام بولي.
د والي ویاند وایي، په ښار او نږدې سیمو کې په کافي اندازه افغان ځواکونه ځای پرځای شوي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې ورانکارې کړنې ترسره کړي.
چارواکي وایي تېره شپه افغان هوایي ځواک د طالبانو هغه موټر هم وېشتی چې وسلې او طالبان یي لېږدول.
د مسوولینو په خبره، دغه موټر قره باغ ولسوالۍ ته په لاره و چې په برید کې شاوخوا لس طالبان هم وژل شوي دي.
د غزني چارواکي وایي چې په ښار او نږدې سیمو کې به د کورونو تالاشۍ هم پیل کړي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments