غزني کې د القاعده یو قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – غزنی: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د القاعده ډلې یو قومندان وژل شوی دي.
د غزني د والي ویاند وایي، تېره شپه د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د القاعده شبکې یو قومندان چې په قاري فضل الرحمن مشهور و له ۳۸ نور طالبانو سره وژل شوی.
په وژل شویو کې د طالبانو دوه هغه سرګروپان هم شامل دي چې د اندړو ولسوالۍ په ډله ییزو بریدونو کې یې مشري کوله.
اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات په احتیاط سره مخکې ځي، څو هغه وسله والې ډلې له منځه یوسي چې د اندړو لپاره ګواښ دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply