غزني کې د افغان ځواکونو عملیاتو پر مهال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

65 Views

هندوکش – غزني: د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، عملیات افغان ځواکونو د غزني په ده یک او چغتو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه تر سره کړي، چې پر مهال یې۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو درې عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments