غزني کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

3198 Views

هندوکش ــ کابل: د غرني ولایت چارواکي وایې چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ دولس وسله وال طالبان وژل شوي
د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هندوکش خبري اژانس ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې دغه عملیات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ده یک په ولسوالۍ کې تر سره کړي چې په ترڅ کې یې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
ښاغلی نوري زیاتوي چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې پنځلس کړۍ ماینونه او دوه عرادې موټر سایکلونه هم د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments