غزني کې دطالبانو داستخباراتي مسول په ګډون ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ غزني د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ بزک او لړم سیمو کې دافغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو ترسره کړي، چې په ترڅ کې دمقر ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم استخباراتي مسول عبید په ګډون ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغزني ولایت ځايی چارواکي وايي، چې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د۱۳تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره ۸ تنه وسلوال طالبان تپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments