غزني کې بې غوره چارواکو سره حساب کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پرغزني د برید په مخنیوي کې له غفلت کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
اجرایه ریاست ویلي، پرغزني د طالبانو د برید په اړه تحقیقات کوي او هغه چاسره به قانوني چلند وکړي چې د برید په مخنیوي کې یې بې پروایي یاغفلت کړی.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید میثم رسنیو ته ویلي، د غزني مسؤلینو خپل مسؤلیت په سمه توګه نه دی اداء کړی او بې غوري یې کړې ده.
میثم ویلي، کله چې سیمه په بشپړ توګه ارامه شي، نو د حکومت مشرتابه به څیړنه او تحقیقات پیل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments