غزني کې بیا نوم لیکنې ته اجازه نه ورکوي

comments 0

29 Views

هندوکش – غزني: غزني کې خلکو اجازه نه ده ورکړې چې د نوم لیکنې مواد کمېسیون ته دننه کړي.

غزني خلک له ولسمشریزه ټاکنو سره ځای پارلماني ټاکنې هم غواړي، خو کمېسیون وایي پارلماني ټاکنې له ولسمشریزه ټاکنو سره نه شي کولی.

د غزني خلکو خبرداری ورکړی، که له ولسمشریزه ټاکنو سره پارلماني ټاکنې یو ځای و نه شي، دوی به ټاکنو او نوم لیکنې ته اجازه ور نه کړي.

معترضینو د کمېسیون دورازه وتړله او په تمه دي چې د ټاکنو کمېسیون او حکومت ځواب ترلاسه کړي.

د غزني پارلماني ټاکنې نه دي شوي او پخواني وکیلان یې دندو ته دوام ورکوي.

غزني کې یوه ډله خلک حوزوي ټاکنې غواړي او بله ډله غزني په یوه حوزه کې ټاکنې غواړي چې د دې جنجالونو له کبله ټاکنې پاتې شوې.

شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments