غزني کی یو طالب نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش -غزنی:غزني ښار کې پولیسو هغه طالب نیولی چې ښار کې به یې هدفي وژنې کولې او له خلکو به یې باج اخیست. د غزني پولیس وایي، د عبدالرحمن په نوم نیول شوی طالب یې تېره شپه د ښار اړوند اسفندي سیمه کې د ګزمې پرمهال نیولی دي. د غزني امنیه قومندان جنرال محمد زمان وايي، عبدالرحمن نومي طالب به خلکو ته زنګونه هم وهل او چې پيسې به یې ور نه کړې، بیا به یې په مرګ ګواښل. نیول شوی طالب اوس تر پوښتنو لاندې دی.

عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *