غزني ولایت کې د ترهګرو طالبانو تبلیغاتي مرکز له منځه یوړل شو

comments 0

8 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت په مرکز اړوند اسفندي او نوعي سیمو کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو تبلیغاتي مرکز کشف او وروسته یې له منځه وړی دی.
د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي، چې نیول شوي تبلیغاتي مرکز څخه د غزني ولایت ټولو سیمو ته مواد لیږدول کېده، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.
چارواکې زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دي اوښتی.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments