غزني طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: د غزني ولایت مقام وایي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې لس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د غزني د والي یاند عارف نوري وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ځوابیه برید کې طالبان په شا شوي او مرګ ژوبله ور اووښتې.
جګړه د مرکز اړوند شهباز سیمه کې شوې او اوس وضعیت عادي دی.
د غزني امنیه قومندانۍ ډاډ څرګند کړی چې د طالبانو د هر ډول بریدونو لپاره چمتووالی لري او اجازه به ور نه کړي چې هدف ته ورسیږي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *