غزني د یو مهم قومان په ګډون اوه لس وسله وال طالبان وژل شوي

comments 0

213 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د هندوکش خبري اژانس ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د کندوز ولایت د خوګیاني ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا ادریس وژل شوی.
د خبرپاڼې په وینا ملا ادریس د طالبانو د بې رحمه قوماندانو له جملې و، چې افغان ځواکونو د دقیقو اطلاعاتو په اساس د ده ځای معلوم او د عملیاتو پر مهال وواژه.
د یو بل خبر لمخې د غزني په واعظ او اندړو ولسوالیو کې د کمانډو ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات کړي چې اوه لس وسله وال طالبان پکې وژل شوي او یو بل تن ژوندی نیول شوی دی.
پدې وروستیو کې د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو او نورو ترهګریزو ‌ډلو پر وړاندې عملیات چټک شوي دي چې ډیری وخت پکې ترهګرو ته د درانې مرګ ژوبلې خبرونه خپریږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments