غزني خلکو وکیلانو باندې اعتراض کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: په پارلمان کې د غزني اوسني وکیلان، نه د خلکو استازي او نه هم مشروعیت لري، د دوی ګډون او پرېکړې هم بې بنسټه دي.
د غزني خلکو د یو پرېکړه لیک په خپرولو لیکلي، د غزني پارلماني ټاکنو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او باید ژر تر ژره وشي.
د غزني ولس پر حوزوي ټاکنو ټینګار کوي او دا د ټاکنو د شفافیت او تعمیم یوازینۍ لار بولي.
خلک غوښتنه کوي چې د ټاکنو په تړاو دې د دوی معقولې طرحې ومنل شي.
د غزني ولس خبرداری ورکړی که غوښتنې یې ونه منل شي، د ولسمشریزو ټاکنو په شمول به د ټاکنو هېڅ ولایتي دفتر ته اجازه ورنه کړي چې په غزني کې فعالیت وکړي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments