غزني: بریدګر نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، غزني کې افغان ځواکونو دوه بریدګر ونیول.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغو کسانو موټر سایکل کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړی وو او موخه یې د امنیه قوماندانۍ دویم سمت کار کوونکی وو.
نوري وايي، دغه پلان د طالبانو د مشهور قوماندان ملا دارو خان له لوري ورکړل شوی وو.
غزني کې له جګړې وروسته اوس کشفي ارګانونه بیداره شوي او زیاتې لاسته راوړنې لري.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments