غزني او هرات کې طالبان وژل شوي

comments 0

23 Views

هندوکش-غزنی : د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال په غزني او هرات ولایتونو کې ۲۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۸ نورټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې  خبر پاڼه کې راغلي ، افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په مربوطاتو کې د کندهار- کابل په لویه لاره عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور ژوبل دي.

د خبر پاڼې په حواله افغان ځانګړو ځواکونو دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم هوایي برید کړې چې شپږ طالبان په کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.

په دې بریدونو کې د طالبانو وسایط او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments