غریب خلک پرټولو حق لري/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغانستان چې جګړې پکې ډير خلک بې ځایه کړي او له فقر او بې وزلۍ سره یې مخ کړي، تر بل هر چا لاسنیوي ته ضرورت لري.
تاسو به لیدلي وي چې د طالبانو له جګړو بې ځایه شوي کورنۍ سرپنا نه لري او د ژمي په دې یخ موسم کې یې ان ماشومان لباس هم نه لري.
د لوړ او منځني اقتصاد درلودونکي خلکو دومره په توان پوره ده چې که نوي نه وي، د خپلو اولادونه استعمال شوي باینینونه ، جمپر او بوټان د غریبو اولادونو ته ورکړي چې له سوړ ژمي وساتل شي.
افغانستان کې اکثره بې وزلي او غریبي له دې امله نه ده چې ګنې د کورنۍ سرپرست کار نه کوي، بلکې لوی لامل دا دی چې یا کار نه پيدا کیږي او یا له هغې سیمې بې ځایه شوی چې کار یې پکې جوړ و.
ما بې ځایه شوي لیدلي چې خپله سیمه کې به یې حجره او دیره کې لسګونه میلمانه ناست او ډوډۍ به ورکول کیدله، خو د جګړې له امله بې ځایه شوی او سرپنا او د ځان لپاره ډوډۍ نه لري.
نو بې ځایه شوي او نورو بې وزله او غریب خلک پر موږ حق لري چې لاسنیوی یې وکړو او هره برخه کې زموږ په توان پوره وي ورسره مرسته وکړو.
زیاتو سیمو کې خلک په تمه دي چې ګنې دولت ورسره یا مرسته کړې او یا به مرسته ورسره وکړي، خو دولت به په دې بحراني او حساس وضعیت کې چاته ورسیږي، هو له دې سترګې نه شي پټیدلی چې ځینو سیمو کې یې خلکو ته رسیدګي کړې، خو ټولو ته یې رسیده ګي نه ده کړې او یا یې دوامداره لاسنیو نه دی کړی.
یواّځې د د دولت مسوولیت نه جوړیږي، بلکې خلک هم مسوول دي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې اقتصاد یې یو څه ښه دی.
دا له یوې خوا بشرپالنه ده او له بلې خوا د اخرت ګټه هم ده، زموږ دین موږ ته امر کړی چې تاسو د غریبو لاسنیوی وکړئ، د هغوی دعا واخلئ او بیا یې اجر په دنیا او اخرت کې له الله تعالی څخه وغواړئ.
د هر چا سیمه او هره سیمه کې بې وزله او غریب خلک شته چې سمدستي مرستې ته اړتیا لري او پکار ده چې د سیمې خلک تر خپل توان همکاري ورسره وکړي.
له یوې خوا به مو د انسانیت سره مرسته کړې وي او له بلې خوا به یې الله په دنیا او اخرت اجر درکړی.
که تاسو د بې وزلو او غریبو کورنیو ته ورشئ، و به ګورئ چې هغوی هر څه ته ضرورت لري، یانې دومره چې ستاسو ګوزار شوي بوټانو او جامو ته هم ضرورت لري چې تاسو یې یو ځای او بل ځای ګوزاروئ.
نو دا غریب خلک او دا غریبي د جګړې محصول دی، کومو هېوادونو کې چې جګړه وي، هلته دا وضعیت حتمي دی، خو خلکو ته پکار ده چې په دې برخه کې خپل اسلامي مسوولیت ادا کړي.

Share this page to Telegram

Comments