عمران خان: پر کشمیر د نړۍ غبرګون سخت مایوسه کړی یم

comments 0

32 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي د کشمير پر مسله د نړۍ له غبرګونه مايوسه دی.
هغه په نيويارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال وويل چې هند بايد تر خپلې ادارې لاندې کشمير کې ګرځبنديز ختم کړي او نړۍ دې د دې کار لپاره پرې فشار واچوي. خو نوموړي زياته کړه چې نړۍ د هند لوی مارکيټ ته ګوري نو ځکه پرې فشار نه اچوي.
پاکستان د هند سره پر کشمير دعوه لري خو هند وايي دا دعوه بې بنياده ده او کشمير يې نه بېلېدونکې سيمه ده. نوي دهلي د اګست په پنځمه د جمو کشير ځانګړی حثیثت ختم کړ او وايي دا اوس په بشپړ ډول په هېواد کې ورګډ شو.
تر دې وروسته یې د مظاهرو مخنيوي لپاره ګرځبندېز ولګاوه. امريکا په دې مسله کې د منځګړتوب غوښتنه کړې خو هند وايي کشمير يې کورنۍ مسله ده او منځګړتوب ته پکې ضرورت نشته.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments