عمران خان: پاکستان دی ځان دامریکا له غلامې خلاص کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي چې د پاکستان زیاتره مشران د امریکا غلامان دي او د امریکا خبرې په دې مني چې امریکا دوې ته ډالر ورکوي.
ګارډین ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې نوموړي څرګنده کړې چې پاکستان دې له امریکا نظامي او نورې مرستې نه اخلي او په دې توګه دې ځان ددغه هېواد له غلامۍ خلاص کړي.
نوموړې وایې ، په حکومت کې ځينې لوړ پوړي چارواکي له امریکا پيسې اخلي او په دې توګه یې هېواد د امریکا غلام ګرځولی دی.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان د حکومت ډيری مشران اوس ددې لپاره د امریکا غلامي او امر مني چې دوی ته یې میلیونونه ډالر ورکړي دي او د مرستو په نامه یې دغه هېواد د ځان غلام ګرځولی دی.
پاکستان کې سیاسي تحلیلګران په دې باور دي چې د تحریک انصاف مشر غواړي پاکستان پر وړاندې شته نفرتونه له منځه یوسي او د پردیو واکمنې نه پاکستان خلاص کړي.
خو د پاکستان خوښې پرته دا د قبولیدو وړ مسئله نه ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply