عمران خان: پاکستان القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې روزلې دي

comments 0

13 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعتراف وکړ، چې د پاکستان پوځ او آی آېس آی د القاعدې په ګډون هره ترهګره ډله روزلې او د ځان په ګټه یې کار ترې اخېستی دی.
عمران خان چې دوشنبه یې د نیوریاک د بهرنیو اړیکو په شورا کې خبرې کولې وویل: «د پاکستان پوځ او آی اېس ای القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې روزلې دي او همدارنګه په افغانستان کې د جګړې او کړکېچ د رامنځته کولو لپاره یې هم ترهګرو ډلو ته روزنه ورکړې او دغه هېواد ته یې استولې دي.»
ده وویل، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان پوځ او آی اېس پوره اړیکې درلودې، روزلې یې او د جګړې لپاره یې دغه هېواد ته استولې.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پوره اړیکه درلوده او باید چې ورسره په اړیکه کې هم وای؛ ځکه دغه ډلې یې روزلې وې.
دغه راز عمران خان وویل: «کله چې موږ د دغو ډلو پروړاندې ۱۸۰ درجې بدلون وکړ او په ځپلو پسې یې راووتو؛ نو هېڅوک له موږ سره موافق نه و؛ حتا د پوځ په دننه کې یو شمېر کسانو نه غوښتل چې دوی دې وځپل شي، چې له همدې امله په خپله د پاکستان په داخل کې برېدونه رامنځته شول.»
همدارنګه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوښتنې په توګه وویل، چې آیا داسې کوم پاکستانی شته، چې ووايي اسامه بن لادن د دغه هېواد په ابېټ آباد کې څرنګه ژوند درلود او څنګه اوسېده؟
خان زیاته کړه، د پاکستان لویه تېروتنه دا وه، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته د تروېزم ضد جګړې په برخه کې د امریکا له متحده آیالتونو سره یوځای شو.
نوموړي وویل: «په دغه جګړه کې ۷۰۰۰۰ پاکستانیان ووژل شول، ځینې اقتصاد پوهان وايي، چې موږ ۱۵۰ میلیارد ډالر درلود او ځینې بیا وایې چې ۲۰۰ میلیارد ډالر اقتصادي زیان مو کړی دی.»
دې وایي، په دې ټولو سره یې سره ګناهکار وبللم او ټولې پړې یې په ما را وا چولي.
عمران خان داسې مهال د القاعده، طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د روزنې او له دغو ډلو نه د پاکستان په ګټه د استفادې اعتراف کوي، چې افغان حکومت له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په وار وار د ښکاره ثبوتو پر بنیاد ویلي چې پاکستان یادې ترهګرې ډلې روزي او په افغانستان کې د خپلو ګټو په موخه جګړه پرې کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments